له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۰:۱۸
123

کندهار

د کندهار ولایت د ۷ بابه لېسو آمرين، د ښوونیزو چارو د ښه تطبیق په موخه تغير او تبدیل شول. 
د يادولايت پوهنې رياست رهبري وايي: ياد بدلونونه د پوهنې چارو د ښه والي او د وزارت مقام په مشوره د ستونزو د حل په موخه ترسره شوي دي.

لوګر

د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د زده کوونکو د کورنیو او د ښوونځيو شورا غړو ۲۲۰ زره افغانۍ راټولې کړې او د يادې ولسوالۍ اړوند وحدت عالي لېسې لپاره یې، د لمریزې برېښنا سيستم فعال کړ.
 د يادې لېسې ادارې د محمداغې ولسوالۍ له علم دوستو خلکو څخه د دغه نېک اقدام له امله مننه وکړه او زياته يې کړه: دوى به له ورکړل شوې برېښنا څخه د کمپيوټر خونې په فعالولو او اداري چارو کې ګټه واخلي.

 ننګرهار

 د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو شمېر علم دوسته خلکو په خپل شخصي لګښت، دخيرمني منځني ښوونځي ادارې سره يو پايه کمپيوټر له پرېنټر سره او د دغه مکتب د اوبو ذخيرې فعالولو لپاره لس زره افغانۍ نقده مرسته وکړه.
 د ننګرهار پوهنې ریاست د پوهنې د پرمختګ په برخه کې د خلکو له مرستو هرکلی وکړ.

 بلخ

 د لوړو زده کړو وزارت کانکور آزموینې کمیټې د نوم لیکنې ۵۳۳۹ کارتونه د بلخ ولایت پوهنې ریاست ته انتقال کړل او د ياد ولایت پوهنې له رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل سره یې د کانکور آزموینې د ترسره کېدو څرنګوالي په اړه خبرې او مشورې وکړې.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د باغ شاه، تيراه، ششغر، پيران او سيد حسن لېسو له اداري او تدريسي فعاليتونو څخه کتنه وکړه او د يادو لېسو ستونزې او اړتياوې يې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.

پنجشېر

دپنجشېر ولايت پوهنې رئيس مولوي غلام ايشان حماس، د ياد ولايت مرافعې محکمې له رئيس مولوي عبدالله سديد سره يوځاى د ياد ولايت عنابه ولسوالۍ دشتک سيمې ته ولاړ او هلته يې له مرکزي جهادي ليسې څخه ليدنه وکړه.
پلاوي د يادې مدرسې له مهتمم شيخ مولوي مسيح الله  سره وکتل او د مدرسې پر لاسته راوړنو، ستونزو او ځينو اړينو موضوعاتو يې خبرې وکړې.
په پای کې د ستونزو د حل په موخه لازم تصميمونه ونيول شول.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS