د پوهنې وزارت د کیفیت تضمين معين، د کابل ښار له عبدالرحیم شهید لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمين معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق، په داسې حال کې چې د کابل ښار پوهنې رئیس او د ياد وزارت یو شمېر مسئولینو يې ملتیا کوله، د کابل ښار له عبدالرحیم شهید لېسې څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې مسئولینو په خبره، د پوهنې وزارت د معين د لیدنې موخه، د يادې لېسې د ښوونکو او زده کوونکو د ستونزو او وړاندیزونو څېړل او آورېدل وو.
په هغه غونډه کې چې د پلاوي د هرکلي لپاره جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معين ښوونکو ته په خطاب کې وویل:( د ښوونکي دنده یوه سپېڅلې او د پیغمبرانو دنده ده او په تاسې لازمه ده چې د هېواد بچيان له هر ډول تبعيض پرته، په ديني او اسلامي روحيه وروزئ.)
ده څرګنده کړه: د پوهنې وزارت رهبري ژمنه ده، چې د شته امکاناتو په لرلو سره د هېواد بچيانو لپاره د متوازنې زده کړې زمینه برابره کړي.
ورپسې د عبدالرحیم شهید لېسې آمر د ښوونکو او زده کوونکو په استازیتوب، د پوهنې وزارت د رهبرۍ له هڅو څخه مننه وکړه او د ښوونځي يو لړ ستونزې او نيمګړتياوې يې پلاوي ته وړاندې کړې.
د دې غونډې په دوام، نوموري د يادې لېسې د ښوونکو د تدریس بهیر او د ټولګیو نظم له نيږدې وليد او د هغوی ستونزې يې وارزولې.
په پای کې د پوهنې وزارت پلاوي د لېسې له مسئولینو سره ژمنه وکړه، چې د شته ستونزو په حل کې به همکاري وکړي.