د هېواد د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه څو لنډ خبرونه

سمنګان
د سمنګان ولایت پوهنې ریاست کاري غونډه د همکارو بنسټونو په همکارۍ، د یاد ریاست د ښوونې او روزنې آمر تر څارنې لاندې جوړه شوه.
په یاده غونډه کې همکارو بنسټونو، د پوهنې په برخه کې خپل فعالیتونه او راتلونکي پلانونه د پوهنې ریاست له مشرتابه سره شریک کړل او د خپلو پلانونو د تطبیق په برخه کې یې د آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه، چې د پوهنې ریاست له لوري ورته د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.
غزنی
د غزني ولایت پوهنې ریاست له همکارو ادارو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د پوهنې ریاست او د یادو بنسټونو پر فعالیتونو، ستونزو او لاسته راوړنو خبرې وشوې او د پوهنې وزارت د کړنلارو له مخې، د فعالیتونو په لا همغږۍ او ترسره کولو ټینګار وشو.
دایکنډي
د دایکنډي ولایت پوهنې رئیس الحاج مفتي رحمت الله مدثر په مشرۍ، د یاد ولایت د مرکزي ښوونځیو د مدېرانو او ښوونکو په ګډون، د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د (شیطان پوځ) تر سرلیک لاندې د علمي سیمینار د جوړېدو په اړه بحث او خبرې وشوې. د یو بل خبر له مخې:
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس د نوي افق مؤسسې له مسئول سره وکتل.
په دې کتنه کې د نوي افق مؤسسې د مرکزي دفتر سلاکار(ارويل ريسلوا) د زده کوونکو لپاره د انګليسي ژبې او کمپيوټر کورسونو د جوړولو په په تړاو خبرې وکړې او د پوهنې له رياست سره يې د لا زياتو همکاريو ژمنه وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولايت پوهنې رياست د نشراتو مسئول فرهاد ستانکزي، د یاد ولايت له سيمه ييزو رسنيو څخه وغوښتل، چې د پوهنې رياست د خبرونو، اعلاناتو او نورو فعاليتونو په خپرولو کې له ياد رياست سره همکاري وکړي.