د پوهنې وزارت د ګمارنو رئیس د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لغمان ولایت ته ورسېد
د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا لوی ریاست د ګمارنو رئیس مولوي محمد صادق صدیقي او ورسره مل پلاوی په یوه رسمي سفر لغمان ولایت ته ولاړ.
یاد پلاوي د لغمان ولایت د پوهنې له رئیس او نورو مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د خپل سفر موخه، د خصوصي مدارسو جوړولو د کړنلارې تشرېح او د ښوونځیو د خالي بستونو لپاره د وړ نوماندانو ټاکل او د دقیقو احصایو راټولول په ګوته کړل او په دې برخه کې یې د پوهنې له ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، په یاد ولایت کې ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د پوهنې ریاست ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې له پلاوي سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.