د پوهنې وزارت د ګمارنو رئیس د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لغمان ولایت ته ورسېد

media-moe
Thu, Aug 24 2023 12:14 PM
123

د پوهنې وزارت د بشري سرچینو او اداري پراختیا  لوی ریاست د ګمارنو رئیس مولوي محمد صادق صدیقي او ورسره مل پلاوی په یوه رسمي سفر لغمان ولایت ته ولاړ.
یاد پلاوي د لغمان ولایت د پوهنې له رئیس او نورو مسؤلینو سره د لیدنې په ترڅ کې د خپل سفر موخه، د خصوصي مدارسو جوړولو د کړنلارې تشرېح او د ښوونځیو د خالي بستونو لپاره د وړ نوماندانو ټاکل او د دقیقو احصایو راټولول په ګوته کړل او په دې برخه کې یې د پوهنې له ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، په یاد ولایت کې ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د پوهنې ریاست ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه یې له پلاوي سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
 

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS