په هرات ښار کې د شهید فوزیه ښوونځی پرانیستل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۳:۵۱
افتتاح طبقهٔ سوم تعمیر مکتب شهید فوزیه در شهر هرات

دهرات ښار اړوند د شهيد فوزيه ښوونځي د درېيم پوړ چارې چې د سيد عبدالغفار پاینده په شخصي لګښت بشپړې شوې وې، د هغو شانداره مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د هرات پوهنې رئیس، ديني علماوو، مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود، پرانیستل شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې رئیس د ياد ښوونځي په جوړولو او بيارغونه کې د سوداګرو او د پوهنې دوستو شخصيتونو له همکارۍ مننه او قدرداني وکړه او د پوهنې د ودې او پراختيا په برخه کې يې د خلکو ونډه ارزښتناکه وبلله.
د هرات پوهنې رئيس د یاد ښوونځي د درېيم پوړ له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، پوهنې وزرات د ټولو خلکو ګډ کور دى او له ټولو سوداګرو او د ټولنې له بېلابېلو طبقو يې وغوښتل، چې په هرات کې له پوهنې سره همکاري وکړي.
ويل کيږي چې د ياد ښوونځي د درېيم پوړ په بشپړېدو سره د ټولګيو د کمښت له امله د زده کوونکو ستونزې له منځه تللې او کولاى شي په يوه مناسب تعليمي چاپيريال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS