د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو ریاست پلاوی بلخ ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۰:۳۱
11232

د پوهنې وزارت د خصوصي زده کړو رئیس الحاج مولوي عبدالرحمن حمیدي او ورسره مل پلاوي، د خصوصي زده کړو بنسټونو د اداري او تدریسي وضعیت د ارزونې په موخه، بلخ ولایت ته سفر وکړ.
په پیل کې د خصوصي زده کړو رئیس د بلخ له پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل سره په کتنه کې یاد ولایت ته د خپل سفر موخه تشرېح او د پوهنې ریاست له مشرتابه یې وغوښتل، چې د خصوصي زده کړو له ښوونځیو او بنسټونو څخه د لیدنې او څارنې په برخه کې ورسره  همکاري وکړي.
ورپسې د بلخ پوهنې رئیس د خصوصي ښوونځیو د ارزونې او کنټرول په موخه، د ورغلي پلاوي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او د څارنې بهیر یې د پوهنې د کیفیت د ودې او ښه والي په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
په پای کې نوموړي د پوهنې وزارت له لوري ورغلي پلاوي ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS