له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۲:۷
123

لوګر

په لوګر ولایت کې یوه خیریه بنسټ د یاد ولایت د دیني مدارسو، دارالاېتامونو او دارالعلومونو ۱۳۵۰ یتیمانو او اړمنو زده کوونکو ته، د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ژمنۍ جامې چمتو او ووېشلې.
یادې جامې د هغو مراسمو په ترڅ کې ووېشل شوې، چې پکې د لوګر والي مولوي ضياء الرحمن مدني، د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز او ديني علماوو ګډون درلود. 
د یاد ولایت والي او د پوهنې رئیس له دغه خیریه بنسټ څخه مننه او قدرداني وکړه.

د یو بل خبر له مخې:

د لوګر ولايت پوهنې رئيس د يادې ادارې له کارکوونکو سره د ليدنې پر مهال، هغوى ته د ښوونيزو چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او د هېواد د بچيانو په وړاندې يې د خپلو مسئوليتونو په اړه پوهاوى ورکړ.

ننګرهار

د پوهنې آمر، د عامې روغتیا رئیس، د علماوو شورا رئیس او د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو د څارنې د یوه پروګرام په ترڅ کې، د وزیر پتنګ او تورغر لېسو د اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د یادو بنسټونو د ښوونیزو خدمتونه څخه یې ستاینه وکړه.

همدارنګه:

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز د یوه پلاوي په ګمارلو سره، د یاد ولایت د ښوونځیو لابراتوارونه د نویو تجربوي وسایلو او موادو د وېش په موخه وڅېړل.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد، د یاد ولايت ميرزکې ولسوالۍ ته د يوه کاري سفر په ترڅ کې، د دغه ولسوالۍ له اداري مسئولينو او د ښوونځيو له مدېرانو سره وکتل.
دغه راز نوموړي د پوهنې د ستونزو د حل او د پوهنې د وضعيت د لاښه والي په موخه یې د خبرو په ترڅ کې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS