د پوهنې وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د سمنګان ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه
![789](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-21_at_11.04.23_am_1.jpeg)
د پوهنې وزارت د خدماتو د رئیس مولوي سید حفیظ الله په مشرۍ د ياد وزارت د سرچینو او اداري معينيت یو پلاوي د سمنګان ولایت پوهنې ریاست د مالي بودجې د لګښتونو د ارزونې او تر کار لاندې پروژو د کتنې په موخه، ياد ولایت ته رسمي سفر وکړ.
په پیل کې پلاوي د ياد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فیضاني سره وکتل او د دغه ریاست د مالي بودیجې د لګولو د څرنګوالي د ارزونې پر اساس یې د خپل سفر په موخو خبرې وکړې.
ياد پلاوي د بودیجې د مصرف په برخه کې د پوهنې ریاست دندې و ارزولې او د کاري نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په موخه یې لازمې مشورې او لارښوونې وکړې.
په پاى کې د ياد ولايت پوهنې رياست مسئولينو د بوديجې د پلي کولو په اړه پلاوي ته معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه، چې خپلې ورځنۍ چارې به د پوهنې وزارت مشرتابه له لارښوونو او پرېکړو سره سم پلې کړي.