د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس په مشرۍ پلاوى د درې ورځني ورکشاپ دايرولو په موخه پکتيا ولايت ته په رسمي سفر ولاړ
![125](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-22_at_10.37.18_am.jpeg)
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د رئیس قاري منصوراحمد حمزه په مشرۍ د ياد وزارت پلاوي د پکتیا ، پکتیکا، خوست او لوګر ولايتونو د نشراتو، کتابونو وېش او ګدامونو مديريت کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه، په درې ورځني ورکشاپ کې د ګډون لپاره پکتيا ولايت ته رسمي سفر وکړ.
په پيل کې ياد پلاوي، د پکتيا ولايت پوهنې رئيس، مولوي عبدالوکيل خالد سره په کتنه کې د نشراتي مديريت، ښوونځيو او مدارسو ته د کتابونو رسولو ، د درسي موادو په منظم وېش او لرې پرتو سيمو ته د يادو موادو په رسولو بحث او خبرې وکړې.
ورپسې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رئيس د ياد ورکشاپ د موخې په اړه ګډون والو ته تفصيلي معلومات وړاندې او هغه يې د پوهنې کارکوونکو په ظرفيت لوړولو او خلکو ته په ټاکلي وخت د خبرونو رسولو په برخه کې خورا مهم وباله.
په پام کې ده چې د ياد درې ورځني ورکشاپ په بهير کې د پوهنې وزارت مسئولينو له لوري د خبريالۍ د بنسټونو، د درسي موادو منظم وېش، د هغو په منظم ډول زخيره کولو په برخه کې ګډون والو ته د هغوى دظرفيت لوړولو په موخه بېلابېل ښوونيز پرېزنټېشنونه وړاندې شي.
د يادولو وړ ده، دا ډول ورکشاپونه چې د يوه مرستندويه بنسټ له لوري تمويليږي، درې اوونۍ وړاندې د شمالي ٩ ولايتونو لپاره په بلخ ولايت داير شوى وو، چې ياده لړۍ به د هېواد نورو زونونو ته هم وغځول شي.