له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۴:۱۱
78

لوګر

لوګر ولایت کې د پوهنې دوو تنو دوستو شخصیتونو هریو انجنیر محمد همایون عباسي او خواجه محمد احمد ملک، د یاد ولایت مرکز پل علم ښار کې د شش قلعه منځني ښوونځي لپاره د پنځوس زره افغانیو په ارزښت د کمپیوټر ، پرنټر او د اوبو پمپ مرسته وکړه.

د لوګر پوهنې ریاست د دوی له دغه نېک احساس څخه مننه او قدرداني وکړه.

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني له خپل مل پلاوي سره د یوه کاري سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ د پوهنې آمریت، د شیخان او نمبر یک میر بچه کوټ ښوونځيو اداري او تدریسي اسناد وڅېړل.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو ۳۷ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۳۱۳ تنو نوماندانو څخه د آزاد رقابت آزموینه اخیستې؛ تر څو وړ کسان د اچین ولسوالۍ په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګماري.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رياست ۱۳ کمپيوټرونه او ۵ پرنټرونه چې بې کاره وو ترميم او د یاد رياست په څانګو کې یې د ګټې اخيستنې لپاره ووېشل.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت مرکز اړوند ننګرهار عالي لېسې د آزموينې بهیر، اداري او تدريسي چارو څارنه وکړه او د ښوونیز حالت لاښه والي او په آزموينو کې د روڼتیا په موخه یې مسئولینو ته لازمې لارښوونې او مشورې ورکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS