په ننګرهار ولایت کې د يو باب لېسې نوې ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۳:۴۳
454

د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ چمتال عالي لېسې د نوې ودانۍ لپاره بنسټ ډبره، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې رياست مشرتابه، د دولتي ادارو مسئولينو، پوهنې سره د مرستې کوونکو بنسټونو استازو، علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود، کېښودل شوه.

په پلان کې ده، ياده ودانۍ په دوو بلاکونو کې د يومرستندويه بنسټ په مالي ملاتړ چې د پوهنې په برخه کې مرسته کوي، په پاخه او اساسي ډول جوړه شي .

د يادونې وړ ده، چې د لېسې په هر يو نوي بلاک کې ١٢ درسي ټولګي، ٤ اداري خونې، د کمپيوټرخونې، لابراتوار خونې او اړين ملحقات شامل دي.

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني له مرستندويه بنسټ څخه مننه وکړه او زياته يې کړه: ياده لېسه شاوخوا پنځه زره زده کوونکي لري، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېريال برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS