په لوګر ولايت کې یو باب ديني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۱:۵۶
11

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د غیرت آباد په کلي کې، د "دار القرآن حاجي منګل احمدزي" د ښځینه وو مدرسه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې  پکې د پوهنې مسئولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود، تاسیس او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده دیني مدرسه چې په یو وخت د ۶۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت لري، د لوګر ولایت د پوهنې دوست شخصیت «حاجي محمد اکبر اتل» له لوري جوړه شوې ده. 
په دې مدرسه کې د ديني علومو پر تدريس سربېره د عصري علومو مضمونونه هم تدريس او چارې یې د شپږو تنو ښځینه وو استادانو له لوري پر مخ وړل کېږي.
دغه راز په یاده مدرسه کې د درسي ټولګيو له پيل سره سم پر زده کوونکو د ۵۰۰ زره افغانيو په ارزښت د قرآن کريم نسخې، ديني کتابونه، درسي بکسونه، او ژمنۍ جامې هم ووېشل شوې.
د پوهنې ریاست مسئولینو او دیني علماوو په خپلو خبرو کې د دغه بااحساسه علم پال شخصیت له مرستو مننه وکړه او د دا ډول مقدسو ځایونو جوړول یې د صدقه جاریه اعمالو څخه وبلل.
د سيمې اوسېدونکو هم په خپل کلي کې د يادې مدرسې پر جوړېدو خوښي څرګنده او ژمنه يې وکړه، چې خپل اولادونه به د زده کړو په موخه دغه ديني بنسټ ته ولېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS