د دایکنډي ولایت پوهنې رياست ته ځمکه وقف شوه
![25](/sites/default/files/2024-03/whatsapp_image_2023-06-05_at_11.51.22_am_6.jpeg)
د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست سره د عامو خلکو د مرستو په دوام، د روان ۱۴۰۲ لمريز کال په اوږدو کې د یاد ولایت عامو خلکو د دیني مدارسو او ښوونځيو د جوړولو په موخه، خپله ۲۸۸ جرېبه ځمکه وقف کړې ده.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه زیاته کړه، د يادې ځمکې ټوليزه بيه ۸ میلیونه ۶۴۰ زره افغانۍ ده، چې د خلکو له لوري د پوهنې رياست ته ورکړل شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه او د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو، د یاد ولایت د ولسونو د ښو کړنو او مرستې له امله هرکلی او مننه وکړه او د دوی دغه علم پروره کړنه یې صدقه جاریه نېک عمل وباله.