په هېواد کې نوی ښوونیز کال «د ښوونځي د زنګ په وهلو» سره پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۵:۳۳
14

نن د هېواد په سړو سیمو او ولايتونو کې نوی ښوونیز کال «د ښوونځي د زنګ په وهلو» سره پيل شو.

په يادو مراسمو کې د پوهنې وزارت په سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا سربېره د یاد وزارت معینانو، سلاکارانو، مرکزي رئیسانو، د ریاست وزارء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د افغانستان.ا.ا. د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د کابینې یو شمېر غړو، د افغانستان.ا.ا. لوړ پوړو مېلمنو، د ښوونځیو او مدارسو یو شمېر استادانو او زده کوونکو حضور درلود.

مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول؛ ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین مولوي صبغت الله وصیل راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د پوهنې وزارت د تېر ښوونیز کال سترې لاسته راوړنې بیان کړې او هیله یې څرګنده کړه، چې په نوي ښوونیز کال کې به هم د ښوونې او روزنې په برخه کې لاډېرې لاسته راوړنې ولري او په دې لاره کې به خپلو هڅو ته لاپسې دوام ورکړي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د تېر کال د ښوونیزو پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د یاد وزارت لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل: ښوونه او روزنه زموږ د دنيوي او اخروي موخو د پېژندلو لپاره بنسټيزه اړتيا ده او مونږ به په ټول توان سره د هېوادوالو لپاره د ښوونيزو آسانتياوو رامنځته کولو کې خپلې هڅې جاري وساتو.

همدارنګه د افغانستان.ا.ا. د ریاست الوزارء اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور او د پوهنې وزارت معینانو هر یو په جلا جلا توګه د ټولنې په پرمختګ او د هېواد بچیانو د سالمې روزنې په برخه کې د دیني او عصري زده کړو اهمیت ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت د ټولو هېوادوالو لپاره د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د هېواد د ښوونیز نظام د ودې او بډاینې په برخه کې یې پر خپلو هڅو ټینګار وکړ.

د یادو مراسمو په ترڅ کې د کابل ښار د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو ټېمونو، د اسلام د ستر معلم او د نړۍ د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په ستاینه کې چمتو کړي نعتونه او د پوهنې په برخه کې ترانې ګډون والو ته وړاندې کړې.

د مراسمو په پای کې ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري «د ښوونځي د زنګ په وهلو» او د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید لخوا د هېواد د ښېرازۍ لپاره د دعائیې په لوستلو سره په رسمي ډول پیل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS