د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو او جامعاتو ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۳:۳۱
10

د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو او جامعاتو ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د کتنې په ترڅ کې، د عالیه او عالمیه مدارسو د تدریس په ګډون په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل.

په پيل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي هرکلی وکړ او د اسلامي زده کړو په برخه کې یې د علمي کادرونو د روزنې په تړاو د لوړو زده کړو وزارت له همکاریو مننه وکړه.

همدارنګه د دواړو لورو ترمنځ د عالیه او عالمیه مدارسو د تدریسي بهیر په تړاو نظرونه تبادله او لازم تصمیمونه ونیول شول.

په پای کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو د لازیاتې همغږۍ په موخه، د دا ډول غونډو او ناستو پر دوام ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS