په میدان وردګ ولایت کې د یو باب ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۳:۵۸
16

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه، علماء کرامو، قومي مخور او د همکارو بنسټونو د استازو په ګډون، د یاد ولایت چک ولسوالۍ اړوند ( د بي بي هاجرې «رضی الله عنها» ) د نجونو ښوونځي بیارغونې چارې پیل شوې.

په ياده پروژه کې د شاوخوا احاطوي دېوالونو جوړول، د پاکو اوبو د څاه ګانو کیندل او يو شمېر نور اړین محلقات شامل دي، چې د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت سره د یو همکار بنسټ له لوري تموېليږي.

د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې په برخه کې له یاد مرستندویه بنسټ څخه د مننې ترڅنګ، د هېواد بچیانو ته د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه او د دغه ولایت د تدریسي څانګو له کارکوونکو یې وغوښتل، تر څو د ښوونیزو پروګرامونو لاښه والي لپاره په صادقانه توګه فعالیتونه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۷
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو معلومولو برنامه جوړه شوه

د ملکي خدمتونو انسټیټوت ریاست له لوري، د پوهنې وزارت د تشکیلاتو ریاست سره په همغږۍ، د مسوولینو، علمي شخصیتونو او قدرمنو منسوبینو په حضور کې، د دغه وزارت د دویم تر شپږم بستونو اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۴
Background image

د ختیځ زون اړوند مدارسو او دارالحفاظونو له علماءکرامو او مهتممینو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ختیځ زون له علماءکرامو او د مدارسو له مهتممینو سره په یوه مشورتي غونډه کې وکتل.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت د اسلامي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۳۹
Background image

په هرات کې له یوه ښوونځي سره د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته شوې

د مکتب ساز خیریه بنسټ د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د هرات ولایت مرکز اړوند له حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې سره د ښوونیزو او برېښنايي وسایلو مرسته کړې ده.
په دې مرسته کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS