د کونړ ولایت په یو باب لېسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۹:۴۳
hjk

د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ علم پروره خلکو د یولک ۲۸ زره ۸۷ افغانیو په ارزښت، د یادې ولسوالۍ د مرورې د هلکانو لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال کړ.

د دغې پروژې د فعالېدو په مراسمو کې د پوهنې ریاست پر مسئولینو سربېره د مرورې ولسوال، علماوو او قومي مخورو هم حضور درلود.

د یادې ولسوالۍ ولسوال او د پوهنې رئيس مولوي محب الله حيدري د سيمې د اوسېدونکو له دغه نېک احساس څخه مننه او قدرداني وکړه، د ديني او عصري علومو په زده کړو يې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

د کابل ښار په ۱۰ ښوونیزو مرکزونو کې د ساینس ټولګیو ازمایښتي پړاو پلی کېږي

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز، د ساینسي زده‌کړو د پیاوړتیا د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمنې کارونې او د ساینس مضمون د عملي او اغېزمن تدریس لا جذابیت په موخه، د کابل ښار په ۱۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۵۰
Background image

په هرات کې له یوې لېسې سره د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو مرسته شوې

د هرات ولایت مرکز اړوند شیرین عظیم لېسې د تعلیمي وضعیت لاښه والي په موخه، د پوهنې‌دوستو کسانو او د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا غړو له لوري ۴۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
پورته ذکر شوې مرسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس غزني ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د اسنادو او اړیکو رئیس محترم مولوي محمدرحیم ایوب له خپل مل پلاوي سره غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره د نویو ښوونکو د ګمارنې لارښود د پلي کېدو د. . .

BACK TO NEWS