په نیمروز ولایت کې د یو باب دارالعلوم نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۰
dsfa

د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالۍ اړوند په تيپه ناوی کلي کې «دعارفيه دارالعلوم » ودانۍ جوړه او د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوه.

د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې: ياد دارالعلوم په ١۴٤٤ هجري قمري کال کې جوړ شوى، چې اوسمهال يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

ياد دارالعلوم د دې ولسوالۍ د خلکو او ملي سوداګرو په مالي مرسته رغول شوى، چې يو ميليون او ۱۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلى دى.

د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکو د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د یاد دارالعلوم په جوړېدو خوښي څرګنده او د همدغه ولایت د پوهنې مسئولينو د هڅو ستاينه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۹
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو پایلې اعلان شوې

د کابل ښار د ۳۳ ښوونځیو د سپورټي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له خوا د حبیبیې لېسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۵
Background image

د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د مرکزي فتر، د بشري سرچینو عمومي ریاست، د نتایجو او شهادتنامو ریاست لپاره د امنیتي کیمرو نصب او فعالولو لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۳۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د یو باب دارالعلوم نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د نيمروز ولايت خاشرود ولسوالۍ اړوند په تيپه ناوی کلي کې «دعارفيه دارالعلوم » ودانۍ جوړه او د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوه.

د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې: ياد. . .

BACK TO NEWS