د پوهنې وزارت د سرپرست له خوا یو تن زده کوونکی وستایل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۱:۳۰
asfasd

روح الله د اېمل خان زوی چې د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د کفتان تاج محمد خان لېسې د درېیم ټولګي زده کوونکی دی، د خپل ښوونځي او ټولګي سره د علاقې له امله یې هغه پیسې چې پلار یې د بوټونو اخیستلو لپاره ورکړې وې، د ښوونځي د ترمیم لپاره وقف کړې.

د ياد ماشوم دغه علم پروره احساس نه يوازې د ياد ولايت د پوهنې رياست د رهبرۍ پام ځان ته واړاوه، بلکې د پوهنې وزارت د مشرتابه د پاملرنې او شفقت موضوع هم وګرځېده.

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا یاد زده کوونکی د خپل پلار او د سیدآباد ولسوالۍ د پوهنې آمر الحاج همایون نېکمل سره یو ځای وستایه او هغو ته یې ستاینلیک او نقدې پیسې د ډالۍ په توګه ورکړې.

د پوهنې وزارت سرپرست یاد زده کوونکي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: د افغانستان راتلونکی په تاسو پورې اړه لري او تاسو د دې هېواد د راتلونکي معماران یاست.

نوموړي د زده کوونکي له والدینو هم مننه وکړه، چې د خپل ماشوم سالمه روزنه او پالنه یې کړې ده.

ورپسې د سید آباد ولسوالۍ پوهنې آمر د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې او خواخوږۍ څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني وکړه او زياته يې کړه: وياړم چې د پوهنې په وزارت کې دنده ترسره کوم او د هېواد بچیانو سالمې ښوونې او روزنې لپاره هلې ځلې کوم.

نوموړي وویل، دا د ویاړ ځای دی، چې د پوهنې وزارت رهبري د هېواد بچیانو سالمې ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه کوي او د یاد زده کوونکي په تړاو د پوهنې وزارت د سرپرست د شفقت او هڅونې څخه د زړه له تله مننه کوم.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱
Background image

پوهنې وزارت کې نوې ټاکنې

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، په پوهنې وزارت کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
۱- د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د ۹۶ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی د ظرفیت لوړونې ورکشاپ د یوې خیریه ادارې په مالي مرسته پیل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیا ولایت وزي ځدراڼ ولسوالۍ اړوند بي‌بي عایشه صدیقه «رضی‌الله‌عنها» دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د څه کم ۴ میلیونه افغانیولګښت سره جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS