په میدان وردګ ولایت کې د یو باب دارالاېتام بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۳
.,
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، په داسې حال کې چې د میدان وردګ ولایت والي قاري بختیار معاذ، پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او د یاد ولایت علماء کرامو حضور درلود، په مرکز میدان ښار کې د امام ابوحنیفه «رحمه الله » دارالاېتام د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودله.
دغه دارالاېتام چې په ۸ جرېبه ځمکه کې جوړېږي، د نورو اړینو ملحقاتو تر څنګ، یو محراب جومات به هم ولري چې د ۸۰۰ تنو لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت به لري.
د یاد دارالاېتام د جوړولو لګښت ۸۰۰ زره ډالره اټکل شوی، چې د ملي سوداګر، م.جاهدینو او د معارف دوسته خلکو له لوري تمویلېږي.
مسئولینو په خپلو خبرو کې د هېواد د بچیانو په ځانګړې توګه د یتیمانو او بې وزله ماشومانو د سالمې روزنې او پالنې په برخه کې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت د هلو ځلو په هکله خبرې وکړې او د ښوونیزو بنسټونو ټولو کارکوونکو او استادانو ته یې لارښوونه وکړه، تر څو د هېواد راتلونکی نسل په اسلامي روحیه وروزي.
نورو ويناوالو هم په هېواد کې د ښوونيزو مرکزونو د پراختيا او د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو د آسانتياوو برابرولو په برخه کې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS