د پوهنې وزارت د ساینس مرکز نوی رئیس معرفي شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۱:۳
dfg

د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي په داسې حال کې چې د ساینس مرکز په کارکوونکو سربېره، د یاد وزارت د نورو ادارو یو شمېر مسئولینو هم حضور درلود، ډاکټر محمد عمر دورانزی د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب لوی رئيس د ساینس مرکز د پخواني رئیس استاد حبیب الله خالد د خدمتونو له امله مننه وکړه او د دغه ریاست نوي رئیس ته یې د لازیاتو بریالیتوبونو دعا وکړه.

ورپسې د ساینس مرکز نوي رئیس په خپلو خبرو کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې تر څنګ څرګنده کړه: په ورځنیو د ندو کې ښه اخلاق، صداقت او امانتداري د بریالیتوب بنسټونه دي او له خپلو کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د دې اصولو په رعایتولو سره خپل ورځني مسئولیتونه سرته ورسوي.

غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

BACK TO NEWS