د پوهنې وزارت په اداري لوی ریاست کې "د مراجعینو د خدمتونو مرکز" پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۳۹
sdfgh
د پوهنې وزارت د اداري لوی ریاست اړوند "د مراجعینو د خدمتونو مرکز" د پرانیستې په مراسمو کې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، سلاکارانو او کارکوونکو ګډون درلود.
غونډه د الهي سپېڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت اداري لوی رئیس مفتي محمد یوسف ثاقب، د یاد وزارت سرپرست او نورو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د مراجعینو د خدمتونو د مرکز د کړنو د څرنګوالي په تړاو د پوهنې وزارت مشرتابه او د غونډې ګډون والو ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د اداري پروسو د ساده کولو او په چارو کې د لاښې روڼتیا په موخه د یاد ریاست پاتې نور سیسټمونه هم په الکترونیکي بڼه سمبال شي.
په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست د لازمو کاري آسانتیاوو د برابرولو، د مراجعینو د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي او په اسنادو کې د بشپړې روڼتیا په موخه، د اداري لوی ریاست د مسئولینو له کړنو څخه خوښي څرګنده او ویې ويل: د اداري پروسو آسانه کول په اداري چارو کې تر ټولو مهم او اړین امر دی.
دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس په ادارو کې د نويو سيسټمونو له رامنځته کېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره زياته کړه: اسلامي نظام د اساسي بنسټونو جوړولو او اصلاح لپاره قوي اراده لري.
د غونډې په دوام د مراجعینو د خدمتونو د مرکز د دندو پېژندنې په اړه د کارپوهانو له خوا پريزنټېشن هم وړاندې شو، چې د مجلس د ګډون والو له خوا یې تود هرکلی وشو.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د اداري لوی رئیس او اړوند کارکوونکي چې د یاد سیسټم په رامنځته کولو کې یې اساسي نقش لاره؛ په ستاینلیکونو و ویاړل شول.
مراسم د خیر په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS