د خوست ولایت د ښوونیزو بنسټونو د مسئولینو لپاره احصائیوي سیمینار پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۱:۴۰
ku
د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست د ۱۵۲ تنو مسئولینو، د کیفیت د تضمین آمریت کارکوونکو او د پوهنې آمریتونو د غړو لپاره، د ارقامو او احصائیوي معلوماتو د راټولولو په موخه د وړتیا لوړونې روزنیز سیمینار پیل شو.
ياد پروګرام د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو د رئيس مولوي بسم الله نعماني له خوا په داسې حال کې پرانیستل شو، چې پکې د ياد ولايت د پوهنې رئيس مولوي فیض الله جمال حقاني هم حضور درلود.
په پیل کې د خوست ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو رئیس ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د کارکوونکو د مسلکي کولو او د هغوی د وړتیاوو لوړولو په برخه کې د سیمینارونو پر اهمیت خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې د یاد سیمینار له منځپانګې اعظمي ګټه واخلي.
د دغه پروګرام په دوام، د پوهنې وزارت د احصائیې رئیس هم خوست ولایت ته د خپل پلاوي د سفر په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د دغه پروګرام اساسي موخه د پوهنې وزارت د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول او په ادارو کې د شفاف او ځواب ویونکي سیسټم جوړول دي.
نوموړي زیاته کړه: همدغه سیمینار به د یاد ولایت په مرکز کې د ۳ ورځو لپاره او په څلورو ولسوالیو کې د ۶ ورځو لپاره دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS