په بلخ ولایت کې د فردوسي ښوونځي ودانۍ د ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي
د بلخ ولايت پوهنې رئيس مفتي محمد شريف عثماني، د یاد ولايت نهر شاهي ولسوالۍ اړوند د فردوسي او قالي باف په ښارګوټي کې د فردوسي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښوده.
د پوهنې رئيس په وينا: دغه ښوونځى د ملي سوداګرو او خيريه بنسټونو له خوا د ۱۰ مېليونه افغانيو په لګښت جوړېږي، چې د ټولو اړینو ملحقاتو ترڅنګ به ۶ درسي ټولګي ولري.
د پوهنې وزارت رهبري د هېواد له پوهنیز نظام سره د خلکو د مرستې هرکلی کوي.