د غزني ولایت پوهنې ریاست کې د سیرت النبي « صلی الله علیه وسلم » د سیالیو پایلې اعلان شوې
په هغه غونډه کې چې پکې د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت مسئولینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت رهبري، یو شمېر استادانو او علماء کرامو حضور درلود؛ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم » د سیالۍ پایلې اعلان شوې. په پيل کې د غزني پوهنې رئيس د ټولنې په اصلاح کې د ديني ارشاداتو اهميت او رول ته اشاره وکړه او ويې ويل: دا ډول کړنې د اسلامي ارزښتونو په پاللو او د هېواد د نويو نسلونو په روزلو کې مهم او د پام وړ رول لوبوي. نوموړي په دغو سیالیو کې په پوره لېوالتیا سره د ځوانانو ګډون ستره لاسته راوړنه وبلله او د هغوی هڅې یې وستایلې. نورو ويناوالو هم په ټولنه کې د اسلام د سپېڅلي دين په ارزښت خبرې وکړې او د دیني ارشاداتو په رعایتولو يې ټينګار وکړ. په پاى کې د مسئولينو له لوري، د غزني ولايت ګيرو ولسوالۍ اړوند د مالک بن قيس عالي لېسې د يوولسم ټولګي ممتاز زده کوونکی نبي ګل د زرګل زوی ته چې په همدغه سیالۍ کې يې لومړى مقام ترلاسه کړی و، يو عراده موټرسايکل، دوهم مقام ګټونکي ته تحصیلي بورس او ۸ تنو نورو ته چی په دغو سیالیو کی یی غوره نمرې اخیستې وې جایزې او ډالۍ ورکړل شوې.