په بامیان ولایت کې رسماً یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۴۹
12

د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ په مرکز کې د محمد مصطفی "صلی الله علیه وسلم" دیني مدرسه چې په غیر رسمي ډول یې فعالیت کاوه، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار، مسئولینو، علماءکرامو او قومي مخورو پکې ګډون درلود، پرانیستل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس د پوهنیز نظام د پياوړتيا په برخه کې د پوهنې وزارت پراختیایي پلانونو او پروګرامونو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د مدارسو جوړېدل زموږ ديني عقيده لاپسې پياوړې کوي او له بې نظميو او تعصباتو څخه مو راګرځوي.

يو شمېر علماءکرامو او د خلکو استازو هم د علومو پر ارزښت خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS