د پوهنې وزارت سرپرست د نیمروز ولایت له والي سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۵۶
12

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د هېواد په سوېلي ولايتونو کې د ښوونيز وضعیت په ارزونه او څارنه بوخت دی، نن د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل او د پوهنیز وضعیت پر محوریت په ځانګړې توګه د یاد ولایت د تعلیمي وضعیت په تړاو یې بحث او نظرونه تبادله کړل.

په دې کتنه کې د نیمروز والي د پوهنې وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغه ولایت د پوهنیز وضعیت په اړه د وزارت مشرتابه ته معلومات ورکړل، د ښوونځیو او دیني مدارسو پر ستونزو یې د پوهنې وزارت له سرپرست سره خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له مشرتابه یې وغوښتل چې د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کې هم د خلکو لپاره دیني مدارس او ښوونځي جوړ کړي.

د دې ناستې په دوام د پوهنې وزارت سرپرست نیمروز ولایت ته د خپل سفر موخه، د یاد ولایت د پوهنیز وضعیت هر اړخیزه ارزونه یاده کړه او د نیمروز ولایت مشرتابه ته یې ډاډ ورکړ چې ژر تر ژره به د مدارسو او ښوونځیو شته ستونزې حل کړي.

نوموړي څرګنده کړه، په پام کې لري تر راتلونکي کال پورې په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د مدارسو او ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي، چې د پلان له مخې په لرو پرتو سیمو کې هم د دیني مدارسو او ښوونځيو جوړول شامل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS