د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۵
12

- په لوګر ولایت کې د زده کوونکو د ښوونیزې کچې لوړولو په موخه، ۲۶۰ تنو زده کوونکو لپاره ژمنی کورس جوړ شو.

- د بدخشان ولایت پوهنې ریاست مسئولینو او د سواد زده کړې کمېټې ترمنځ، له ۵۰۰۰ تنو څخه زیاتو کسانو ته چې د سواد زده کړې په برخه کې تر روزنې لاندې دي، د لازیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

- په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړونې ورکشاپ لومړی پړاو د ۱۷۷ تنو ښوونکو لپاره پیل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS