د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۴
123

- پکتیکا

د پوهنې وزارت کارپوهانو له لوري، د پکتیکا ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، دغه ورکشاپ د پوهنې کارکوونکو د اداري او مسلکي مهارتونو لاښه والي لپاره ګټور وباله.

- همدارنګه د پکتیکا ولایت پوهنې مسئولینو په یوه خبرپاڼه کې راپور ورکړی، چې د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ پوهنې مسئولینو او خصوصي روغتیایي سکټورونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د دې ولسوالۍ ښوونکي او زده کونکي کولی شي، د پکتیکا په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې له ۳۰، ۵۰ او۱۰۰ سلنې تخفیف څخه ګټه پورته کړي.

- سمنګان:

د خصوصي مدارسو او ښوونځیو د مسئولینو وړتیا لوړولو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار؛ د سمنګان ولایت پوهنې ریاست لخوا د مدیریتي کړنو لاښه کولو او د اجرائیوي او اداري چارو په برخه کې د چارواکو د پوهاوي کچې لوړولو په موخه پرانیستل شو.

- پکتیا:

د پوهنې وزارت کارپوهانو لخوا د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو کارکوونکو لپاره " اداره او غوره مدیریت" تر سرلیک لاندې ورکشاپ پیل شو او ټاکل شوې ده، چې د ۶ ورځو لپاره به دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

د یو شمېر ولایتونو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست لخوا د پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۲۴۲ تنو علمي غړو لپاره ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ښوونکو د روزنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۴
Background image

د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه

- پکتیکا

د پوهنې وزارت کارپوهانو له لوري، د پکتیکا ولایت د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۲۸
Background image

د خوست ولایت پوهنې ریاست او د یا ولایت ډاکټرانو اتحادیې ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت پوهنې مسئولینو په یوه خبرپاڼه کې راپور ورکړ؛ د پوهنې ریاست او د یاد ولایت د ډاکټرانو اتحادیې ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی، چې له مخې یې ښوونکي کولی شي، د خپلو هویت کارتونو. . .

BACK TO NEWS