د هېواد د ولسوالیو او ښوونیزو ناحیو د پوهنې آمرینو علمي او مسلکي سیمینار پایغونډه ترسره شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۱
14

د رهبري او مدیریتي وړتیاوو لوړولو په موخه څلور ورځنی علمي او مسلکي سیمینار، چې د پوهنې وزارت لخوا د هېواد د ولسوالیو او ښوونیزو ناحیو د ۴۷۳ تنو آمرینو لپاره پیل شوی و، د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د سرچینو او ادارې معين الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د تشکیلاتو رئیس مفتي عبدالحليم حليمي، يو شمېر مسئولينو او جیدو علماءکرامو په حضور کې رسماً پای ته ورسېد.

لومړی د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس د غونډې مېلمنو او حاضرینو ته ښه راغلاست ووایه او له اړوندو آمرینو څخه یې وغوښتل چې د ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره د نویو بستونو وېش لپاره د توازن په رامنځته کولو کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست په خپله اصلاحي وینا کې کار اهل کار ته پر سپارلو د ټینګار ترڅنګ، له ګډون والو وغوښتل چې د هېواد بچیانو د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړولو کې هر اړخیزې هڅې وکړي.

په ورته مهال، د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس د سیمینار ګډون وال، د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو د معیاري کولو په برخو کې د ځوانانو روزلو ته وهڅول.

په پای کې د پوهنې وزارت سرپرست لخوا ګډون والو ته د تصدیق پاڼو او نغدي ډالیو له ورکولو وروسته، غونډه د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS