د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست اړوند غیر فعال توکي او مالونه داوطلبۍ ته وړاندې شول

د دایکنډي ولایت پوهنې مسئولینو، د ولایت مقام استازو، د مالیې، اقتصاد او مستوفیت رئیسانو په حضور کې، د پوهنې ریاست اړوندو غیر فعاله توکو او مالونو د پلور په تړاو غونډه وشوه.
په یادو اجناسو کې ٤ عرادې موټرونه او ١٢١ قلمه غیر فعال توکي شامل دي.
په همدغه غونډه کې شاوخوا ۲۷ تنو داوطلبانو ګډون کړی وو، چې په پای کې له ځانګړو پړاوونو وروسته ۵ تنه د یادو توکو په پېرودلو بریالي شول.
د پوهنې مسئولينو د معلوماتو له مخې، هغه پیسې چې له دې برخې څخه د یاد ولايت پوهنې رياست بوديجې ته ولېږدول شوې، ټولټال ٢ مېليونه ٩٧ زره ٥٠٠ افغانۍ دي.