په افغانستان کې د ترکیې هېواد د تعلیمي ادارو استازو د کابل ښار له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۳۳
AF

په افغانستان کې د ترکیې هېواد د ښوونیزو بنسټونو مرستیالانو، «مراد عبدالصمد او ابراهیم فاتح ګوچلو» د کابل ښار له پوهنې رئیس قاري عبدالباسط «حقاني» سره وکتل.

د ترکیې د تعلیمي ادارو پلاوي په یاده غونډه کې د پوهنیزو مسایلو په اړه بحث وکړ او ویې ویل: "موږ د پوهنې وزارت ټولې لارښوونې په افغان-ترک ښوونځیو کې پلي کړې او د هغوی عملي کولو ته په بشپړه توګه ژمن یو."

هغوی زیاته کړه، چې د پوهنیز سیستم لاپیاوړتیا او د پوهنې وزارت د پراختیایي فعالیتونو په برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

پلاوي د تعلیمي وضعیت لاښه والي لپاره خپل اغېزمن وړاندیزونه او تجربې د کابل ښار له پوهنې رئیس سره شریکې کړې.

ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنې په برخه کې د ترکیې د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د پوهنیز نظام لا پرمختګ لپاره له دې ادارې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کتاب له نندارتون څخه د استادانو، ښوونکو او د مدارسو او ښوونځیو د طلابو او زده‌کوونکو لیدنې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د کابل ښار د امارتي او خصوصي مدارسو او ښوونځيو ټولو درنو استادانو، ښوونکو، طلابو او زده‌کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د زمري میاشتې د ۲۴مې او ۲۸مې نېټو په مناسبت د کتاب فرهنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې مهمو خبرونو لنډیز

۱- د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د فتحې ورځې په ویاړ شانداره مراسم ترسره شول

د کابل ښار په رابيا عالي لېسه کې د زمري ۲۴مه، ( د اسلامي ا/مارت اتلو م/جاهدينو په لاس د افغانستان د فتحې ورځ) د کابل ښار پوهنې رٸيس، د څلورمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ښوونیزو ناحیو. . .

BACK TO NEWS