د پوهنې وزارت محترم سرپرست لوګر ولایت ته لاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۱۳
uy

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی چې د تعلیمي پروژو ارزونې او د پوهنې اړوند ځینو تاسیساتو پرانیستلو په موخه د هېواد سویل‌ختیزو ولایتونو ته په رسمي سفر تللی، نن لوګر ولایت ته ورسېد.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې، د لوګر ولایت چارواکو، پوهنې مسئولینو او یو شمېر علماءکرامو سره په لیدنه کې، د تعلیمي ‌ډګر په پرمختګونو او ستونزو خبرې وکړې او د ننګونو د حل په اصلي لارو چارو یې سلا مشورې او نظرونه تبادله کړل.

له بلې خوا د لوګر ولایت چارواکو د تعلیمي سیسټم لاپیاوړتیا او د ښوونیزو ستونزو حل په برخه کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت محترم سرپرست د همدغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه هم لیدنه وکړه او د یادو ادارو له مسئولینو سره یې له نږدې وکتل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت خبرتیا

(د دیني مدارسو د ۱۴۴۶ هـ ق کال د خامسه (ثانویه) او سابعه (مافوق الثانویه) دورو د مشروطینو طالب العلمانو بیاځلې ازموینې په اړه.)

لکه څنګه چې خبر یاست، څه موده مخکې د اسلامي زده کړو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه

د "مصباح العلوم" دیني مدرسه، چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د فتح خان په کلي کې د ۲ جرېبه ځمکې په ساحه کې د ۱.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د سیمه ییزو خلکو او د پوهې مینه والو په مالي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوی، د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړولو. . .

BACK TO NEWS