د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
asdf

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار  پنځمي تعلیمي ناحيې اړوندو ۱۳بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له مدیرانو او مسئولینو سره وکتل.
په یادو لیدنو کې د پوهنې وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ، د اسلامي اصولو او افغاني دودونو په رڼا کې د ښوونځیو د ځانګړي یونیفورم پلي کېدو په تړاو سپارښتنې وشوې.
همدارنګه د پورته ذکر شویو ښوونځیو آمرینو او ښوونکو له یادو سپارښتنو تود هرکلی وکړ او دا یې د خپلو زده‌کوونکو سالمې ښوونې- روزنې، نظم او ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او مثبت ګام وباله. 
همداراز، د پوهني وزارت په مرکزي هسته کې د عالیقدر امیر المؤمنين "حفظه الله" د فرمانونو پلي کېدو په پار غونډه ترسره شوه، چې پکې محترمو معینانو، ښاغلو مرکزي رئيسانو اوګڼ شمېر مسلکي کارکوونکو برخه درلوده او په ترڅ کې یې محترمو معینانو ګډون والو ته هراړخیزي اوګټورې ویناوې وکړي، چې په پای کې د یاد وزارت د ستر سلاکار محترم مولوي عزیزاحمد "ریان" له خوا د ناسمو رواجونو مخنیوي اړوند د عالیقدر امیر المؤمنين "حفظه الله" فرمان ولوستل شو.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت مرکزي هستې ټولو کارکوونکو لپاره د قربانۍ اړوند مسائلو لړۍ هم  پای ته ورسېده.
دغه راز، له ولایتونو او د کابل ښار له پوهنې ریاستونو څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛
په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته دقربانۍ درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دینې مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ د نخل دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.

یاد مراسم د پکتیکا د مرستیال والي محترم مولوي مخدوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۶
Background image

د دایکنډي ولایت د اداري مدیریت لاښه‌والي لپاره د ۳۸۳۵ تنو ښوونکو د اسنادو او سوابقو برېښنایي کډ جوړ شو

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي ​​چې د ۳۸۳۵ تنو ښوونکو د اسنادو او سوابقو برېښنایي کډ کولو له لارې یې د اداري چارو د اسانتیا او د اسنادو د خرابېدو او ضایع کېدو مخنیوي لپاره یو مهم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۵
Background image

د نورستان ولایت د ښوونځیو ۱۳۵ تنو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د نورستان ولایت مرکز پارون په شمول د واما، وایګل او کانتیوا ولسوالیو د لومړنیو ښوونځیو ۱۳۵ تنو ښوونکو د مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو په موخه، ۶ ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنې وزارت سره د. . .

BACK TO NEWS