په خوست ولایت کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۴۹
25

د خوست ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې، د مدارسو اداري مسئولینو لپاره د ۸ قلمه اداري کتابونو له منځپانګې سره د بلدتیا او مسلکي کولو په موخه، "د ۸ قلمه اداري درسي کتابونو پېژندنې" تر سرلیک لاندې ۲ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

یاد پروګرام د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د پوهنې چارواکو په نوښت په مرکز کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره په لاره واچول شو.

د یادونې وړ ده چې همدغه سیمینار پخوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره ترسره شوی و، چې اوسمهال د مدارسو اداري چارواکو لپاره د ورته غړو لخوا ترسره کېږي او دغه لړۍ به په علمي، تعلیمي او متقابلې همکارۍ فضا کې دوام ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS