په کابل ولایت کې د ۱۰ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ورغول شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۵۵
54

د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ د کاریز خشک لومړني ښوونځي نوې تدریسي ودانۍ، چې د پوهنې وزارت سره په ګډه د یو بنسټ په مرسته د ۱۰.۵ مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړه شوې، د یاد ولایت پوهنې رئیس او چارواکو په جضور کې افتتاح او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ، چې ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال، د لمریزې برېښنا سیسټم، د څښاک پاکو اوبو آسانتیاوې او یو شمیر نور اړین ملحقات لري، په پایله کې یې د زده‌کوونکو لپاره خوندي تعلیمي چاپېریال رامنځته شو.

د پوهنې وزارت مشرتابه د همکارو ادارو او بنسټونو له مالي مرستې څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS