په بامیان ولایت کې د ښوونکو له روزنیز ورکشاپ څخه څارنه وشوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۹
516

د بامیان ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت الله سهار په یکاولنګ ولسوالۍ کې د آمرینو، مدیرانو او ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په اړه له روزنیز ورکشاپ څخه څارنه او بیاکتنه وکړه او دغه ورکشاپ یې مثبت وارزاوه.

دغه راز د پوهنې رئیس ګډون‌والو ته د ورکشاپ اهمیت څرګند او زیاته یې کړه چې د بامیان ولایت پوهنې ریاست، د پوهنې وزارت د اهدافو سره سم تل هڅه کوي چې ورکشاپونه او تعلیمي سیمینارونه جوړ کړي؛ ترڅو تدریسي او تعلیمي پروګرامونه په سمه او مؤثره توګه تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS