د پوهنې محترم وزیر میدان وردګ ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۲۸
55485

د پوهنې محترم وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا میدان وردګ ولایت ته د خپل کاري سفر په جریان کې د یاد ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست له مسئولینو سره یې له نږدې وکتل.

نوموړي په دغه لیدنه کې د پوهنې ریاست د دندو په اړه لنډ راپور واورېد او د ورځنیو فعالیتونو لا ښه والي په اړه یې چارواکو ته اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د پوهنې محترم وزیر د دې سفر په جریان د یاد ریاست له لابراتوار، کتابتون، غونډو تالار او یو شمېر نورو څانګو څخه لیدنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی د اداري او تدریسي ادارو اړتیاوې به پوره شي.

ورپسې د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې محترم وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د دې ولایت پوهنې ریاست کې به پر خپل ټاکلي وخت اقدامات او هر اړخیز پرمختګ دوام ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS