د ننګرهارکلیوالي ښوونځیو ښوونکو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
دننګرهار د مرکز او ۱۴ ولسوالیو د څارنې امرینو او د کلیوالي ښوونځیو ۷۰ تنو سر ښوونکو،ښوونکو ته د نوي پالیسي تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ او یونیسف موسسې په مالي لګښت جوړ شوی دی.
دورکشاپ ګډونوالو ته د کلیوالي ښوونځیو د نوې لایحې په ارزښت او تخنیکې برخه کې معلومات ورکول کیزي .
همدارنګه یونیسف ادارې د معارف دبرخې متخصصې انیتا شیرزاد دورکشاپ له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې که سرښوونکي او یا ښوونکي ددغه لایحی د پلی کیدو پر مهال له ستونزو سره مخ کیږي دپوهنې ریاست له لارې یې له موږ سره شریکې کړي.
