پکتیکا ولایت کې "د اسلام اساسات" ازموینې پایلې اعلان شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۱
12

«د اسلام اساسات» ازموینه، چې د پوهنې له ریاست سره په همغږۍ د پوهنې همکار فکري او کلتوري بنسټ لخوا اخیستل شوې وه، پایلې یې په یو لړ ځانګړو مراسمو کې اعلان شوې.
په یاده ازموینه کې محبوب‌شاه له الجهاد لېسې، عتیق‌الله له علي‌بابا لېسې او حکمت‌الله له خواجه‌خېل لېسې څخه، په ترتیب سره لومړی، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
یاد بنسټ بریالیو ګډون‌والو ته د ډالۍ په توګه کمپیوټرونه او د لاس ساعتونه ورکړل.
د یادونې وړ ده، دغه ازموینه د پکتیکا ولایت په مرکز او ۲۵ ولسوالیو کې پلې شوه، چې زرګونو تنو زده‌کوونکو پکې ګډون درلود.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS