په غزني ولایت کې ۲۵۰ تنه ماشومان له سالم تعلیمي چاپېریال څخه برخمن شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۷
سشبزطظ

د پوهنې وزارت مسئولینو په وینا؛ د یاد ولایت خواجه عمري ولسوالۍ په ده‌حمزه کلي کې د الطیبه مدرسې ودانۍ چارې بشپړې او د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسيني، ګڼ شمېر مسئولینو، علماءکرامو او د سیمه ییزو خلکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د دغې مدرسې پر ودانۍ ۲ مېلیونه او ۶۰۰ زره افغانی لګښت راغلی، چې د یادې ولسوالۍ د یو تن متدین او علم دوست شخصیت لخوا ورکړل شوی دی.
هغوی وویل: دغه مدرسه په ۸ جرېبه ځمکه کې جوړه شوې، چې له ټولو اړینو تاسیساتو سره ۷ درسي خونې لري او د ۲۵۰ تنو زده‌کوونکو ظرفیت ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS