په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
بیل

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.
د مسئولینو په وینا، د پوهنې وزارت د پروژو د څارنې موخه دا ده چې ودانیز کارونه له لوړ کیفیت سره سم ترسره او همدغې موخې ته د رسېدو لپاره له پروژو څخه پرلپسې څارنه کېږي.
د یادونې وړ ده، د دغه احاطوي دېوال جوړولو لګښت یو مېلیون او ۸۳۴ زره افغانۍ اټکل شوی، چې مالي بودیجه یې د اسلامي ا/مارت له لوري تامین شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۲
Background image

په سرپل کې یوې مدرسې لپاره د یو محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د سرپل ولایت د سیدآباد ولسوالۍ منبع‌العلوم روحاني مدرسې لپاره د یوه محراب جومات جوړولو بنسټ ډبره د مرحوم الحاج دین‌محمد خان د یو شمېر خیرخواه لمسیانو له لوري د ۱ میلیون او ۸۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۹
Background image

په میدان وردګ کې له دوو ښوونځیو سره مرسته شوې

د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند بادام‌سرکي لومړني ښوونځي او د حصه اول بهسودو ولسوالۍ د حسن مجتبی عالي لېسې له زده‌کوونکو او ښوونیز بهیر سره د یو شمېر پوهنې‌دوستو هېوادوالو له لوري. . .

BACK TO NEWS