په میدان وردګ ولایت کې د مدرسینو ۵۰ تنو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت لخوا د میدان وردګ ولایت د مرکز او ولسوالیو د مدارسو ۵۰ تنو علمي غړو لپاره د وړتیا لوړولو شپږ ورځنی سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او د میدان وردګ پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، یو شمېر لوړ پوړي چارواکي، علماءکرام او مېلمانه هم حاضر وو.
د پوهنې یاست د معلوماتو له مخې؛ په دغه پروګرام کې د اسلامي مضمونونو د تدریس طریقې، د تدریس او اداري چارو د تعلیمي څارنې او ارزونې زده کړي شاملې دي.
د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي وویل چې د دې سیمینار موخه په اداري او تدریسي چارو کې د مسلکي استادانو ظرفیت لوړول دي او له هغوی یې وغوښتل چې د هېواد ماشومان په اسلامي روحیه وروزي، په مدارسو کې د تدریس کیفیت لوړ او اداري چارې تنظیم کړي.
د ښاغلي قدوسي په وینا، د دارالعلومونو ریاست تر دې دمه د داسې سیمینارونو له لارې په ټول هېواد کې ۱۸۰۰ تنه مدرسین روزلي دي.
