د دایکنډي ولایت خلکو د روان کال له پیل راهیسې د پوهنې لپاره له ۲۶ مېلیونه افغانیو څخه ډېره مرسته کړې
د دایکنډي ولایت د پوهنې ریاست راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې، د خلکو لخوا پوهنې لپاره ۲۶ مېلیون ۹۱ زره ۱۷۶ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شیر محمد صدیقي د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه د ستاینې په ترڅ کې څرګنده کړه، چې د مالي مرستې دغه اندازه په دې ولایت کې د ۶۸ بابه تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغولو لپاره کارول شوې ده.
