په کونړ ولایت کې ۳ بابه ښوونځي د ۵.۳ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت بیاورغول شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۴۴
52454

د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۳ بابه ښوونځي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا په اساسي ډول بیارغول شوي دي؛ چې ۲ بابه یې په خاص کونړ ولسوالۍ کې او یو باب یې په مروره ولسوالۍ کې دی.
د دې پروژو ټول لګښت ۵ مېلیونه او ۳۰۸ زره افغانۍ وو، چې د یاد وزارت له بودیجې څخه ورکړل شوی دی.
د پوهنې چارواکو په وینا، د پورته ذکر شویو ښوونځیو بیارغولو سره، د زرګونو زده‌کوونکو لپاره په مناسب تعلیمي چاپېریال کې د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

جوزجان ولایت کې د نږدې ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي درسي ټولګي ترمیم شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند ینګي‌آریغ سیمې الحاقیې لېسې اووه درسي ټولګي، د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۸۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم شوي دي.
د یاد ولایت پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴
Background image

په هرات ولایت کې د څه باندې ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ بابه ښوونځیو ترمیم چارې پیل شوې

د هرات ولایت گذره ولسوالۍ اړوند د کبیسه ښوونځي ترمیم او د زیرکوه ولسوالۍ د علي‌آباد ښوونځي په انګړ کې د څلورو درسي ټولګیو جوړولو پروژه په رسمي ډول پیل شوه.
دغه پروژې د یو همکار بنسټ په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت محمد‌آغې ولسوالۍ اړوند د خواجه ویس بابا ښوونځي لپاره، د علم‌پالو اشخاصو له لوري د څه باندې ۳۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو.

ارزګان
د. . .

BACK TO NEWS