د پوهنې محترم وزیر د دیني مدارسو له ازموینو بهیر څخه کتنې په موخه لوګر ولایت ته لاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۸
dsfzx

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په رسمي سفر لوګر ولایت ته ورسېد او هلته یې له پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي سره په لیدنه کې د تعلیمي وضعیت او د مدارسو ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو د چمتووالي په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د غونډې په پیل کې، د لوګر پوهنې رئیس د پوهنې محترم وزیر ته د روانو مشترکو ازموینو د چمتووالي، تعلیمي وضعیت، اوسنیو فعالیتونو، لاسته راوړنو او موجوده ننګونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د پوهنې محترم وزیر د لوګر پوهنې چارواکو له هڅو او صادقانه خدمتونو ستاینه وکړه، د همدغه ولایت له خیر البشر جومات څخه یې لیدنه وکړه او د مدارسو ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو پروسه یې له نږدې وڅارله.
دغه راز نوموړي د ازموینو د روڼتیا، نظم او معیاري کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له طلابو یې وغوښتل چې د دیني زده‌کړو په لاره کې ډېرې هڅې وکړي او خپلو زده‌کړې ته لاپسې دوام ورکړي. 
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې محترم وزیر او ورسره مل پلاوی د ازموینې ځای ته رسېدو پر مهال، د چارواکو او ښوونکو لخوا تود هرکلي سره مخامخ شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۵۳
Background image

په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه

د کندوز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

BACK TO NEWS