په نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د یو مېلیون افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۹
dfg

د نورستان ولایت مرکز، پارون ښار اړوند چتراس کلي علم‌پاله خلکو، د خپل کلي لومړني  ښوونځي د ودانۍ جوړولو په موخه، تر یو جرېب زیاته ځمکه د یو مېلیون افغانیو په لګښت وپېرله او په رسمي توګه یې پوهنې ریاست مسئولینو ته وسپارله.
د یاد ولایت پوهنې رئیس، محترم الحاج مولوي تاج‌محمد مطمئن، د سیمې له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د هغوی اخلاص او همکاري وستایله او له خلکو یې وغوښتل چې له پوهنې سره دغه شان مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS