په هرات ولایت کې د څه باندې ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ بابه ښوونځیو ترمیم چارې پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴
651651

د هرات ولایت گذره ولسوالۍ اړوند د کبیسه ښوونځي ترمیم او د زیرکوه ولسوالۍ د علي‌آباد ښوونځي په انګړ کې د څلورو درسي ټولګیو جوړولو پروژه په رسمي ډول پیل شوه.
دغه پروژې د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۳ مېلیونه او ۱۲۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت عملي کېږي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر، د یادو پروژو د پیل پر مهال وویل: پوهنې وزارت ژمن دی تر څو له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې او د ملاتړو بنسټونو د همکارۍ په جلبولو سره، د ښوونیزو مرکزونو د ترمیم اړتیاوې او د درسي ټولګیو کمښت رفع کړي او زده‌کوونکو ته د غوره زده‌کړې زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS