د جوزجان ولایت د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۳۶
لذنپذد

د ښوونيزو خدمتونو پراختیا او زده‌کړو ته د ټولو وګړو د لاسرسي په موخه، د جوزجان ولایت پوهنې ریاست له لوري د شبرغان ښار د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد، د ټولنې په ټولو برخو کې د زده‌کړو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د روږدو کسانو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زده‌کړې ټولګي جوړول د بې‌سوادۍ پر وړاندې د مبارزې او هغو کسانو ته د زده‌کړو د فرصتونو برابرولو په برخه کې یو مهم ګام دی، چې د بېلابېلو لاملونو له امله د زده‌کړو له نعمته محروم پاتې شوي دي.»

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۴
Background image

د پنجشېر ولایت په یوباب ښوونځي کې زده‌کوونکو ته درسي کتابونو ووېشل شول

د بېلابېلو مضمونونو ۲۴۶ ټوکه درسي کتابونه چې د یو خیریه بنسټ له لوري د پنجشېر ولایت اړوند قهار عاصي لېسې زده‌کوونکو ته برابر شوي وو، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا د دغې لېسې زده‌کوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د ساینس اومعلوماتي تخنیک‌پوهنې مرکز رئیس د میدان وردګ ولایت له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ساینس اومعلوماتي تخنیک‌پوهنې مرکز رئیس محترم محمد عمر دورانزي، د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت د سیدآباد ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۳۶
Background image

د جوزجان ولایت د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د ښوونيزو خدمتونو پراختیا او زده‌کړو ته د ټولو وګړو د لاسرسي په موخه، د جوزجان ولایت پوهنې ریاست له لوري د شبرغان ښار د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د. . .

BACK TO NEWS